د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما خاص استازی


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ریچارډ هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازی ټاکلی دی.

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د ځانگړي استازي په توگه د ریچارډ هولبروک په ټاکل کېدو هغه محلي مقاماتو او څیړونکو خوښي ښودلې چې د امریکا په پالیسیو کې د بدلون طرفدار دي.

له دغه پخواني ډیپلومات نه تمه کیږي چې هغه غوښتنې پوره کړي چې د ډیرو سیاسي کتونکو په نظر سخت ضرورت ورته احساسیږي. دا چې د هغو تندلارو په اړه یوه هر اړخیزه ستراتژي جوړه شي چې دا وخت هم په افغانستان او هم په پاکستان کې په مبارزه بوخت دي.

هولبروک پرون په واضح الفاظو کې ددغې سیمې لپاره د امریکا د بهرنیو مرستو پروگرام گډوډ وباله . هغه وویل، پلان لري چې په افغانستان کې به له امریکا جنرالانو سره له نږدې نه کار وکړي چې یوه هماهنگه پالیسي رامنځته کړي.

ددغه پلان مهم هدف به د پاکستان په قبایلو کې د هغو طالبانو د مرکزونو له منځه وړل وي چې په دواړو ملکونو کې د تشدد په پیښو کې لاس لري.

افغان او پاکستاني مقامات ددغه مشکل د رفع کولو لپاره له یوه بل نه مختلف نظرونه لري چې دې کار د هولبروک ماموریت یو څه ستونزمن کړی دی.

په کابل کې، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، سلطان احمد بهین وویل، هغه تمه لري چې د هولبروک مقررېدل به په پاکستان کې د سخت دریځو په خلاف د سختو اقداماتو د کېدو باعث شي.

بهین وايي: "دا ددې سیمې لپاره یوه موقع ده چې پاکستان دې ته تشویق شي چې د ترویزم په خلاف خپله همکاري زیاته کړي. موږ تمه لرو چې دغه نوی استازی به د ترهگرو هغو مرکزونو ته پام وکړي چې د افغانستان د سرحد دباندې پراته دي".

په اسلام آباد کې نن په سلگونو مظاهره کوونکو د پاکستان د پوځ او امریکا پر ضد شعارونه ورکول او په قبایلي سیمو کې یې د طالبانو په خلاف عملیات وغندل.

دوی وايي، په باجوړ او ټولو قبایلي سیمو کې باید عملیات بند شي. دوی شعار ورکاوه چې د امریکا سره همکاري کوونکي دي مرده باد وي.

د پاکستان د مقاماتو له خولې، دا ډول مظاهرې په پاکستان کې د امریکا له هوايي حملو سره د عامو خلکو زیاتېدونکی اختلاف ښيي.

یو پاکستان څیړونکی رستم شاه مهمند چې څو کاله مخکې په کابل کې ددغه هیواد سفیر و، وايي، دې فکر کوي چې د اوباما حکومت به په افغانستان او پاکستان دواړو کې پر نظامي عملیاتو باندې تکیه ولري.

مهمند وايي: "زه فکر کوم چې د نوي استازي لاسونه لا له وړاندې قید دی. ځکه چې دغه گام له وړاندې پوره شوی چې نور عسکر دې ولیږل شي، نورې حملې دې وشي او نور تلفات به رامنځته شي".

XS
SM
MD
LG