د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافي قواوې وايي په لغمان کې یې ١٥ تنه وژلي


په افغانستان کې دامریکا په مشری ائتلافی قواوی وائې، دوی په بیگانیوو عملیاتوکې چې دلغمان په ولایت کې وشول ،پنځلس تنه ووژل ، په داسی حال کې چې محلی ماموران وائې، ټول دغه وژل شوی کسان ملکیان دی.

ائتلافی قواو نن دشنبی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، دلغمان په ولایت کې ددوی هدف طالبان وو چې په دوی باندی ډزی وشوی. اعلامیه وائې، عسکرو متقابله ډزی وکړی چې پنځلس افراطیان پکې ووژل شول.په دغو وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم وه چې هغې راکټ لنچرونه انتقالول .

محلی ماموران ددغه شمیرپه باره کې پوښتنی لری او وائې، ددوه ویشتوکسانو پوری ملکیان په دغو عملیاتو کې وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG