د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د صدراعظم روغتیايي حالت ښه بلل شوی


دهند مطبوعات وائې، دزړه دعملیاتونه وروسته د صدراعظم من موهن سنگه روغتیائې حالت ښه بلل شویدی .

نن دشنبی په ورځ دنوی ډیلی په روغتون کې د(٧٦ ) کلن صدراعظم دزړه عملیاتو تقریبآ اته ساعته وخت ونیو. ده دی ته ورته عملیات په (١٩٩٠ ) م کال کې په بریتانیه کې کړی و.

ښاغلی سنگه دسینی له درد نه شکایت لاره نو هماغه وچې دهفتی په سرکې ئې معاینی وشوی او له معاینونه څرگنده شوه چې دزړه رگونه ئې بند شویدی .

دهند دبهرنیو چارو وزیر پرناب مکرجې به دحکومت ورځنی چاری پرمخ بیائې تر څو پوری چې دښاغلې سنگه روغتیائې حالت ښه کیږی مگرهغه به سرپرست صدراعظم ونه نومول شی .

دهند دحکومت ماموران داخبره نه کوی چې ښاغلی سنگه به په څومره موده کی ښه شی مگر طبی ماهران وائې، دابه هفتی وخت ونیسی چې ښاغلی سنگه په بشپړتوگه خپله وظیفه سرته ورسوی .

XS
SM
MD
LG