د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې ښوونځي بیرته پرانیستل شوي


دغزی په تړانگه کې ماشومان بیا ښونځیو ته ځی چې په دغه سیمه کې دحماس په خلاف داسرائیلو دحملو په سبب تړل شوی وو.

نن دشنبی په ورځ هغه ښونځی بیا پرانستل شول چې ملگری ملتونه ئې پرمخ بیائې. دغه ښونځی تقریبآ یوه میاشت داسرائیلو دحملو په سبب تړل شوی وو. دجنگ په وخت کې په ځینو ښونځیو کې ملکی کسانو پناه اخیستی وه او په یو شمیر ښونځیو باندی داسرائیلو له خوا ډزی هم شوی وی .

په دغه (٢٢ ) ورځنی جنگ کې څه دپاسه ( ١٣٠٠ ) ملکی فلسیطنیان وژل شوی وو. دواړو خواو دتیری یکشنبی په ورځ اوربند وکړاو له دغه اوربند نه وروسته جنگ بند شو.

دملگرو ملتونو دبشری مرستو درسولو مشر(جان هولزم ) دغه تلفات ټکان ورکونکی وبلل .

دی وائې، سره لدی چې دغزی دتړانگی په بیا رغونه باندی ټینگارکیږی، اسرائیلو خوړواو درو درملوته اجازه ورکړیده چې هره ورځ دغزی تړانگی ته ورسول شی مگر هغه زیاته کړه چې زیاتی مرستی ته ضرورت دی .

دحماس دتوغندیو دتوغولو په ځواب چې دغزی له تړانگی نه داسرائیلو په جنوب باندی ویشتل کیدل، اسرائیلو په دغه سیمه باندی ټولی لاری بندی کړی وی .

XS
SM
MD
LG