د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا غواړی د اېران د مجاهدېن خلق ډله د ترورېستې ډلو له لېست نه وباسې


د اروپاېې اتحاد خارجه وزېران د اېران هغه مخالفه ډله د ترورېستانو له لېست نه وباسی چې پخواپرې دا تور لگېدلی و.

د اروپاېې اتحاد د خارجه وزېرانو دا پرېکړه به دسه شنبی په ورځ مرعی الاجرا شی او دهغوی ټوله له دوران نه غورځېدلی پانگه به بېرته هغوی ته ورکړل شی.

د اېران دا مخالف گوند د مجاهدېن خلق په نامه ېادېږی. دغه بدلون په دې سبب منځته راځی چې دمحکمی په څو فېصلو کې دا راغلی دی چې اروپاېې اتحآد په دې کې ناکام سو چې دا ثابته کړی چې دا د ترهگرانو ېوه ډله ده.

په سوونو اېرانېانو د ېکشنبی په ورځ د فرانسی د سفارت مخی ته د اروپاېې اتحآد د هغه پلان په سبب مظاهری وکړی چې دغه ډله د ترورېستانو له لېست نه وباسی.

مظاهره چېانو په اېران کې دهغه څه پر خلاف شعارونه ورکول چې دوی ورته منافقېن وایی . رپوټ واېې دا صطلاح دهمدغی غېرقانونی شوې ډلې لپاره استعمالېږی.

د مجاهدېن خلق ډله په ١٩٦٠ مېلادی کې جوړه شوه او د اېت الله روح الله خمېنی له پلوېانو سره ېې د په ١٩٧٩ کې د اېران د شاهی رژېم په راپرزولوکې مرسته وکړه.

ورسته بېا ددغی ډلی له خمېنی سره مخالفت پېدا شو. په دې ترڅ کې په زرگونو کسان ووژل شول، زندانی شول، او جلاوطنی ته اړکړی شول.

XS
SM
MD
LG