د لاس رسي وړ اتصالات

له اسرایل سره د اوربند لپاره د حماس شرط


د فلسطین وسله واله ډله حماس وایي د اسرائیل سره یې په دې شرط د یو کلن اوربند وړاندیز کړی چې غزې ته د تگ راتگ لارې خلاصې کړې.

په همدې ډول ملگرو ملتو هم په اسرائیل غږ کړی چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره باید ټولې لارې خلاصې کړې.

بلخوا د اروپایي ټولنې د استازو په گډون په مصر کې اوس هم د سولې د ټینگولو لپاره دپلوماتیکي هڅې رواني دي.

اسرائیل د جمعې په ورځ د غزې سره د پیاده تگ راتگ لار پرانیستله چې ژورنالستان او خیریه کارکوونکي د اسرائیل د برید نه رووسته په لومړي ځل د غزې تراډې ته ننوتل.

د ملگرو ملتو د بشري مرستو مشر جان هومز وویل لارې باید نه یوازی د بشري مرستو لپاره بلکې په بشپړه توگه د سوداگرو او عامه ترافیک پرمخ هم خلاځې شي.

هومز: " زموږ له نظره د تگ راتگ لارې باید په بشپړه توگه خلاصې شي. نه یوازی د بشري مرستو لپاره بلکې د تجارت پرمخ هم باید خلاصې شي. تگ راتگ باید له دواړو خواوو ازاد وي چې اقتصادي چارې پیل شي او خلک وکولی شي چې یو ډول عاید پیدا کړې او د کار او روزگار زمینه ولري."

بلخوا اروپایي ټولنې په مصر فشار راوړی چې غزې ته د وسلو د قاچاق مخنیوی وکړې. د اروپایي ټولنې په اند حماس ته د وسلو قاچاق د پایه اره سولې په لار کې یو ستر خنډ جوړ کړیدی.

د منځني ختیځ په اړه په برسلز کې د اروپایي ټولنې د اوو ویشتو هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته د اردن او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران هم بلل شوي وو.

سوال دا دی چې ایا حماس به د اروپایي ټولنې د سولې د هڅو درناوی وکړې او که نه او د بحث دویمه موضوع دا ده چې مصر څه ډول په دې قانع کړې چې غزې ته د وسلو د قاچاق بشپړ مخنیوی وکړې.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر دیوید میلیبند په دې ټینگار وکړ چې د وسلو د قاچاق د مخنیوی نه پرته به د تلپاتي پولې هڅې نیمگړي وي. ددې ترڅنگ ښاغلي میلیبند د فلسطینیانو یوموټی کیدل هم حتمي وبلل.

دیوید: "غزې ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي په لړ کې باید هرومرو جدي گامونه پورته شي. په غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید کار وشي او د تگ راتگ لارې باید خلاصې شي. یو بل ضروري کار دا دی چې فلسطیني ډلې یو ځای شي چې موږ وکولی شو خبرې ورسره وکړو. دا حتمي ده چې یوازي یوه ډله په لویدیځې غاړې او غزه کې د اوسیدونکو فلسطینیانو استازیتوب وکړې."

د اروپایي هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو د فلسطین په خپلواکه اداره چې په دې غونډه کې یې ریاض مالکي نمایندگي کوله هم فشار راوړ چې د حماس سره د پخلاینې خبرو ته کیني او یو واحد حکومت جوړ کړې چې د اسرائیل سره د خبرو اترو واک ولري.

ښاغلي مالکي د مصر د هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې مالکي: "د فلسطینیانو ادارې د مصر د هڅو په رڼا کې او د هغو پرنسیپونو په لارښوونه په تیر کال کې ډیر زیار ایستلی چې د فلسطین د بیلابیلو ډلو تر منځ د خبرو اترو بنسټ کیږدو. موږ اوس هم د مصر هڅو ته په تمه یو چې د فلسطیني ډلو ترمنځ اختلافونه پای ورسیږي او د غزې او لویدیځې غاړې خلک یو استازی حکومت پیدا کړې."

ښاغلی مالکي د میانه روه جمهور رئیس محمود عباس د حکومت غړی دی چې یوازي په لویدیځه غاړه واکمن دی. حماس په دوه زره اووم کال کې د الفتحې سره د یوې خونړې جگړې نه وروسته په غزه باندې واکمن شو.

XS
SM
MD
LG