د لاس رسي وړ اتصالات

نوي امریکایی پوځیان افغانستان ته روان شول


د امریکا د اردو یوه ډله پوځیانو د افغانستان په ختیځ کې د خپل ماموریت د پیلولو په هدف د نیویارک نه حرکت وکړ.

دا قوتونه به د لوگر او وردک ولایتونو کې د ایساف په چوکاټ کې ځای پرځای شي.

یادو شوو سیمو ته ددی پوځي ځواکونو ورتلل د هغو زرگونو نورو ځواکونو د ورتلو لړۍ ده چې د امریکا نه افغانستان ته تلونکي دی.

افغانستان ته د دې پوځي ډلې په تلو سره دا د امریکا د اردو د توجه د څرگندوالي یو ښه مثال دی.

د همدې ځواکونو یو قوماندان ډگروال دیوید ایټ وویل که چیرته موږ ته مجهز تجهیزات او شخصي لگښت راکړل شي نو موږ هم ډیر ژر خپل ماموریت په سمه پای ته رسولې شوو.

بل پلو، د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن خبریالانو ته وویل چې افغانستان تجهیزاتو او نورې ټکنالوژئ ته ضرورت لري او د دورسیې څخه یې ځکه اخلي چې ارزانه پریوزي.

حمید زاده وویل چې د افغانستان ټول پوځي زیربناوی او پوځي ټکنالوژي روسیې ده او افغانستان روسي تجهیزاتو او د ځنو پوځي ټکنالوژئ ترمیمولو ته اړتیا لري.

حمید زاده وویل افغانستان یو مستقل هیواد دی او د ټولو هیوادونو سره د دوستې اړیکې جوړولې شي او د خپلو منافعو لپاره په مختلفو برخو کې د نړیوال مارکیټ نه ارزانه ضرورتونه اخستې شي.

ښاغلي حمید زاده وویل چې اوس مهال د افغانستان اردو د امریکا او ناټو په مرسته روزنه گوري او تجهیز کیږي.

XS
SM
MD
LG