د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو دوه عسکر او پنځه طالبان په هېلمند کې ووژل شول


د ناټو اېتلاف واېې چې ددوی دوه عسکر د افغانستان دهېلمند په ولاېت کې په داسی حال کې وژل شوېدی چې په دغه سېمه کې ېې د ېاغی طالبانو سره جگړه کوله.

هغوی واېې چې په دې جگړه کې ېې پنځه طالبان ووژل. ناټو واېې چې دوه عسکر ېې نن د سه شنبی په ورځ په هېلمند کې ووژل شول خو دهغی دملېت په باب ېې معلومات خپور نکړ.

هېلمند په افغانستان کې د طالبانو له خوا نه د راپورته سوی بغاوت په مرکز کې واقع ده. د غه بغاوت په دې نېژدی کلونو کی نور هم زېات شوېدی.

ېو افغان چارواکی په هېلمند کې واېې چی د ناټو په مشری قواواو افغان قواو پنځه تنه طالبان د دوشنبی په ورځ په هغه جگړه کې ووژل چې د ناوی په علاقه کې پېښه شوه.

ېو افغان چارواکی په ېوه بله پېښه کې ېاغېانو په ېوه ناڅاپې حمله کې ددوشنبی په ورځ دوه پولېسان د کونړ ولاېت د غازې اباد په اولسوالی کې، ووژل.

په عېن حآل کې نظامی چارواکی واېې ېو ه لېوا عسکر چې تقرېبا دری زرو ته ېې شمر رسېږی په ختېځ افغانستان کې اچول شویدی.

هغوی واېې چې په لوگر، کابل او د وردگو ولاېت کې هم قواوې اچول شوېدی.

په افغانستان کې په تېر کال کې مرگ ژوبله زېاته شوېده او طآلبان کو شش کوی چې خپلی حملی زېاتی کړی او د جمهور رئس حآمد کرزی حکومت چې امرېکا ېې ملاتړ کوی تاوان ور ورسوی.

امرېکا همدا اوس په افغانستان کې تقرېبا دېرش زره عسکر لری او توقع ده چې د امرېکا جمهور رئس براک اوباما داسی پلان منظورکړی چې دېرش زره نور عسکر هم افغانستان ته ولېږی.

په دې برخه کې به کوشش وشی زېاتېدونکی بې ثباتی بېرته دامن او ثبات حالت ته راولی.


XS
SM
MD
LG