د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د منځنی ختېځ د سولی وخت را رسېدلی دی


د امرېکا جمهور رئس براک اوباما واېې چې د اسراېېلو او فلسطېنېانو لپاره اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې ېوه دوامداره سوله منځته راولی.

خو هغه په دې خبره ټنېگار وکړ چې په سېمه کې ټولی خوا وی دی په دې بهېر کې خپل نقش ولوبوی.

هغه د دوشنبی په ورځ د العربېه له تلوېزېون سره چې مرکز ېې په دوبۍ کې ده په مرکه کی ووېل چې پکار ده دواړه خوا وی د خپل ځان په برخه کې فېصله وکړی چې دواړو لپاره کوم کار غوره کار دی.

خو نوی جمهور رئس واېې چې پکار ده اسراېېل او فلسطېنېان په دې پوه شی چې دا روان حالت به ددوی د خلکو لپاره سوله او امن رانه ولی.

په خپله اولنی رسمی مرکه کې چې هغه مستقېما اسلامی نړی ته وکړله د امرېکا جمهور رئس ووېل ددې امکان نشته چې د منځنی ختېځ چارو ته په مجرد ډول وکتل شی.

پکار ده چې دې منطقی ته په مجموعی ډول وکتل شی چې په هغی کې سورېه، لبنان، اېران، افغانستان او پاکستان هم شامل دی.

هغه ووېل چې ددغی منطقی مساېل له ېوبل سره اړېکی لری. د ښاغلی اوباما مرکه له ېوه عربی تلوېزېون سره په داسی وخت کې خپره شوه چې دهغه نوی استاځی جورج مېچل ترهغی ېو څو ساعته مخکی منځنی ختېځ په سفر ولاړ.

جمهور رئېس واېې چې هغه جورج مېچل ته ووېل چې له خپل سفرنه په قضېه کې د ټولو خواو خبرو او اندېښنو ته غوږ ونېسی.

هغه ووېل چې امرېکا اکثره وخت د مذاکراتو بهېر په دې ډول پېل کوی چې نورو ته د مذاکراتو شراېط بېانوی.

ښاغلی اوباما ووېل چې دی د خپلې انتخابی مبارزې په هغه وعده عمل کوی چې وېل ېې داسراېېلو او فلسطېن د شخړی په برخه کې به د خپلې اداری په پېل کې اقدام وکړی.

هغه دېته اشاره وکړله چې دده کړنلاره دپخوانی جمهور رئس جورج بش له کړنلاری نه توپېر لری. دی دا هم واېې چې دا پلان لری چې خپله هغه وعده پوره کاندی چې اسلامی نړی ته به د ېوه اسلامی هېواد له پاېتخت نه خبری وکړی.

ښاغلی اوباما په خپله مرکه کې په دې خبره ټېنگار وکړ چی امرېکا د اسلامی نړی دښمنه نده او دېته چمتوده چې ېوه نوی انډېوالی او شراکت ورسره پېل کاندی.

دغه نوی انډېوالی به د دوه اړخېز درناوی او دوه اړخېزو گټو پر بنا ولاړ وی. هغه دالقاعده هغه لفظی حملی وغندلی چې دده پر خلاف ېې پېل کړېدی.

هغه ووېل دا څرگندوی چې هغوی په نظرېاتی لحآظ دېوالی شوېدی. ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا دېته لېواله ده چې له اېران سره په دېپلوماسی پېل وکړی.

هغه خپله هغه وعده چې د جمهوری رېاست په افتتاحېه وېنا کې ېې وکړله بېا تکرار کړه چې وېلی ېې وو دغه اسلامی هېوادته به لاس ور وغزوی که چېرې هغوی دېته لېوال وی چې خپل موټی خلاص کړی.

XS
SM
MD
LG