د لاس رسي وړ اتصالات

په غزه کې د اسراېېلو په بمباری کې دوه کسان زخمی شوېدی


عېنی شاهدان واېې چې اسراېېلو د فلسطېن په خاوره باندی بمباری کړېده.

د اوربند نه د سرغړونی په لړکی داوروستی سرغړونه ده چې نن د سه شنبی په ورځ وروسته له هغه نه پېښېږی چې ېوه اونی مخکی دواړو خواو وعده وکړه چې جگړه بنده کړی.

خبرېالان واېې چې په هواېې بمباری کې دوه کسان زخمی شول. په بمباری کې هغه سړی په نښه شوی و چې په موټر ساېکل باندی ېې په جنوبی غزه کې سفرکاوه.

نن د وخته د اسراېېلو او غزې ترمنځ سرحدی سېمه کې نوی جگړې پېل شوېدی. په دغو جگړو کې ېو اسراېېلی عسکر او ېو فلسطېنی مړ شویدی.

جگړه نن هغه وخت پېل شوه چې هغه بم چې فلسطېنېانو داسراېېلو عسکرو خواته اېښی و وچاودېده. په دغه ځاې کې چې د اسراېېلو او غزی ترمنځ سرحد دی، اسراېېلی عسکرو گزمه کوله.

ېو اسراېېلی عسکر په دغه پېښه کې ووژل شو اودری تنه نور زخمېان شول.

د اسراېېلو عسکر چې هېلکوپټرونو ېې بدرگه کوله غزې ته ننوتل او له فلسطېنی افراطېانو سره ېې ډزې پېل کړی او فلسطېېنان ېې ووژل.

د اسراېېلو او حماس ترمنځ له جگړو نه وروسته دا ډېره جدی پېښه ده. د جنوری په اتلسمه باندی د اسراېېلو له درې اونی حملو نه وروسته د حماس ډلی ېو طرفه اوربند اعلان کړ.

دا جگړه په داسی وخت کې پېښېږی چې دامرېکا جمهور رئېس براک اوباما منځنی ختېځ ته خپل نوی استاځی د سولی د اولنی مامورېت لپاره هلته ځی.

د اسراېېلو ددفاع وزېر ېهود براک نن د سه شنبی په ورځ دبم دغه چاودنه د نه منلو وړ وبلله او لوړه ېې وکړه چې ځواب ورکاندی.

د حماس چارواکېو ددې بم چونی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی خو اسراېېل ېې په دې تورن کړل چې مرگ ژوبلی ته لمن وهی.

اسراېېلو وروسته بېا له غزې سره لاره بنده کړه او د هغو بشری مرستو مخه ېې ونېول چې غزې ته ورځی.

د مرستو ادارې واېې چې دوی اسراېېل دېته هڅولی دی چې په غزه باندی لگېدلی بندېزونه لېری کړی چې زېاتی مرستو هغو خلکو ته ورسول شی چې په فقر او تنگلاسی اخته دی.

هغوی واېې چې غزی ته دنورو موادو رسولو اجازه دې هم وشی چې داسراېېلو د دری اونېو تهاجمی حملو له امله د پېدا شی تخرېب بېا رغونه پېل شی.

XS
SM
MD
LG