د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس: افغانستان د امریکا اردو ته تر ټولو غټ گواښ دی


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس وایی چی د افغانستان جگړه تر ټولو غټ گواښ دی چی د امریکا اردو ورسره مخامخ ده.

هغه پرون د سه شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو د جرگې د وسله والو قواو جرگه گۍ ته وویل چی د افغانستان د جنجالونو د حلیدو د پاره کومه خاصه نظامي حل لاره نه سته.

مگر هغه دا هم وویل چی د هغه ملک په ځینو ځایونو کی لا کافي شمیر عسکر نه سته او طالبانو ته موقع په لاس ورغلې چی په کی فعالیت وکړی.

امریکا غواړی په همدې روان کال کی تقریبا ٣٠ زره نور عسکر هم افغانستان ته واستوي.

مگر ښاغلي گېټس وویل چی دی د هر هغه پلان په باب شک لری چی تر دې دی نور زیات عسکر هغه ملک ته ولیږل شی.

څه د پاسه څلویښتو نورو ملکونو هم افغانستان ته د خپلو عسکرو په استولو کی ونډه اخیستې ده او د پراختیا او پرمختگ ډیري ادارې په هغه ملک کی کار کوي، مگر گېټس وایی چی ددغو ملکونو په پیوستون او همکاري کی مشکلات سته.

هغه دغه راز د ملکي خلکو د وژل کیدو په باب هم اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چی دې کار په افغانستان کی د امریکا او د هغې د متحدانو هلو ځلو او کوششونو ته زیات تاوان رسولی دی.

گېټس په پاکستان کی دننه د امرکا د هوایی حملو دفاع هم وکړه او ویې ویل چی امریکا به په القاعدې پسې هر چیري چی وي ولاړه سی او دا چی پاکستان ته په دې باب اطلاع ورکړه شوې ده.

د تیري جمعې په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمو کی د امریکا د توغوندیو په مشکوکو حملو کی لږ تر لږه ١٨ تنه ووژل سول.

د امریکا ددفاع وزیر د عراق په باب وویل چی تشدد او حملې په هغه ملک کی کمي شوي دي، مگرد بیا زیاتیدو امکانات یې هم سته.

XS
SM
MD
LG