د لاس رسي وړ اتصالات

اسراېېلو د غزې او مصر ترمنځ د قاچاق کولو تونلونه بمباری کړل


اسراېلی مامورېنو نن دا خبر تاېېد کړ چه جنگی الوتکو ېې دمصر دسرح د سره نژدی هغه پټ تونلونه بمباری کړل چه په غزه کېپکی دوسلو قاچاق کېږی.

داسراېلو دحکومت ماموران واېې نن ېې په دغو تونلونو باندی دهغې حملې په ځواب کی بمباری وکړه چه دسه شنبی په ورځ دحماس وسله والو داسراېلو دسرحد سره وکړه او ېو اسراېلی عسکر ېې وواژه.

عېنی شاهدان واېې چه داسراېلو ددې تازه هواېې بمبارئ په وجه دسېمی خلک د ځانونو دبچولو لپاره دخپلو کورونو نه ووتلل او دغزې په جنوب کې ېې پناه واخېستله.

حماس نن اعلان وکړ چه داسراېلو هواېې قواو دسه شنبی په ورځ هم بمباری وکړه، او ېو سړی ېې زخمی کړ.

نن داسراېلو دعسکرو او حماس جگړه مارانو ترمنځ ډزی وشوی او ېو فلسطېنی سړی په کی مړ شو.

په غزه کې دملگرو ملتونو دبشری مرستو درسولو امر جان هولمز پرون داسراېلو نه وغوښتل چه دغزې دتړانگې سرحد دې نه تړی او لاره دې خلاصه پرېږدی تر څو د کورونو دجوړولو او ابادئ وساېل او بشری مرستی خلکو ته ورسېږی.

اسراېلو د سه شنبی په ورځ د غزې سرحد وتاړه.

دکوم وخت نه چه حماس په کال اوه دپاسه دوزره مېلادی کی دغزې کنترول حاصل کړ دمصر او اسراېلو حکومتونو دغزې ټولې لارې تړلی دی خو بشری مرستو ته اجازه ورکوی چه غزې ته ېوړل شی.

XS
SM
MD
LG