د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې نن ولاېتی انتخابات شروع شول


عراقېانو نن د سه شنبی په ورځ په ولاېتی سطحه انتخابات شروع کړل.په داسی حال کی چه واشنگټن غواړی خپل عسکر دعراق نه ژر راوباسی،ددی انتخاباتو شروع کېدل به دعراق د امنېتی وضعی دثبات د اندازی دمعلومولو لپاره ېوه ښه ازموېنه وی.

نن د امنېتی پرسونل او بندېانو په شمول دېو شمېر خاصو ډلو لپاره د راېو ورکولو مرکزونه پرانېستل شول.

دکال پنځه دپاسه دوه زره مېلادی دپارلمانی انتخاباتو نه وروسته دا لومړی ځل دی چه په عراق کی ولاېتی انتخابات کېږی.

پنځلس مېلونه خلک کولی شی چه دشنبی په ورځ په انتخاباتو کی خپلی راېې ورکړی.

خلک به دعراق په څوارلس ولاېتونو کی ولاېتی شوراگانی ټاکی او تقرېبا څلور زره څلور سوه کسانو دڅلور سوه څلوېښتو څوکېو لپاره ځانونه کاندېد کړی.

دعراق اهل سنت دمخکېنېو انتخاباتو سره مقاطعه کړی وه او زېاتې پارلمانی څوکی شېعه گانو او کردانو گټلی وی.

خو دا واری توقع کېږی چه اهل سنت به په انتخاباتو کی پوره برخه واخلی. عراقی مقاماتو دانتخاباتو لپاره ډېر سخت امنېت نېولی دی او عټو ښارونو کې ېې دموټرو په گرځولو باندی بندېز لگولی دی او هم ېې دعراق ټول سرحدونه او هواېې مېدانونه تړلی دی.

XS
SM
MD
LG