د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د عمومی انتخابات نېټه اعلان شوه


د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون نن د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چی د جمهوري ریاست انتخابات یې د آگسټ د میاشتي تر شلمي نېټې پوري ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه دا انتخابات د مې په میاشت کی وسی، مگر افغان مامورین وایی چی انتخابات د امنیتي حالاتو په وجه وځنډول سول.

د انتخاباتو کمیسیون تیره هفته د انتخاباتو د پاره د خلکو د نومونو ثبتول وځنډول او ویې ویل چی په ځینو جنوبي سیمو کی امنیت ښه نه دی.

د امرېکا غږ خبرېال بېری نېوهاوس د افغان چارواکېو له قوله رپوټ راکوی چې دا ځنډبه به دوی ته نور وخت هم ورکړی چې افغانستان ته نور خارجی عسکر ور ورسېږی.

د افغانستان اساسی قانون د اپرېل د مېاشتی اخره مخکی له دېنه چې د ښاغلی کرزی د جمهوری رېاست پنځه کلنه دوره پاېته ورسېږی، د انتخاباتو لپاره ټاکلی ده.

خو چارواکی وېره لری چې سخت ژمی او روان تشدد د انتخاباتو لپاره شراېط برابرول له مشکلاتو سره مخامخوی.

د افغانستان د انتخاباتو دکمېسېون مشر عزېزالله لودېن په کابل کې نن د پنجشنبی په ورځ خبرېالانوته وروسته له هغه نه چې له افغان او خارجی امنېتی قواو سر ېې خبری وکړی داسی ووېل چې چارواکېو پرېکړه کړېده چې انتخاباتو ېو څو مېاشتی وځنډوی چې د انتخاباتو لپاره شراېط مساعد شی.

لودېن: "دانتخاباتو کومېسېون فېصله کړېده چې که شراېط مساعد و نو د جمهوری رېاست او ولاېتی شوری انتخابات به د ١٣٨٨ کال د اسد په ٢٩مه نېټه باندی داېر کړی. د ملی شوری د انتخاباتو په برخه کې لکه څنگه چې فېصله وشوه او د اولسوالېو د شوری له انتخاباتو سره په اېنده کې پرېکړه وشی."

د ښاغلی کرزی سېاسی مخالفېنو چې ېوشمېر ېې غواړی د هغه په مقابل کې په انتخاباتوکې ودرېږی، په دې ټېنگار کاوه چې پکار ده انتخابات په خپل وخت وشی.

هغوی وېل چې د انتخاباتو ځنډول د اساسی قانون خلاف کار دی. په هغو کې ېو شمېر په دې ټېنگار کوی چې پکار ده جمهور رئېس هغه وخت استعفی وکړی چې د می په اخره کې د هغه د جمهوری رېاست موده پاېته ورسېږی.

د ناټو چارواکېو د انتخاباتو نوی نېټه ستاېلی ده او وېلې ېې دی چې دا به خارجی قواو ته وخت برابر کړی چې امنېتی حالات ښه کړی او د راېو ورکوونکېو د نومونو د ثبتولو له بهېر سره هم مرسته وکړی.

دا راتلونکي انتخابات به د افغانستان په تاریخ کی د جمهوري ریاست د پاره دوهم انتخابات وی.

جمهور رئیس حامد کرزي په ٢٠٠۴ کال کی لومړني انتخابات وگټل او ویلي یې دي چی په آینده انتخاباتو کی به هم ځان کاندید کړی.

XS
SM
MD
LG