د لاس رسي وړ اتصالات

تیر کال په افغانستان کی 'څه د پاسه ١٠٠٠ ملکي خلک وژل شوي دي'


ناتو وایی چی تیر کال د دوی قواو په افغانستان کی د یاغي طالبانو سره په جگړو کی تقریبا ١٠٠ ملکي خلک وژلي دي، په داسی حال کی چی طالبانو ١٠٠٠ ملکي کسان وژلي دي.

د ناتو نطاق جېمز اپاتورای پرون دا خبره وکړه او ویې ویل چی طالبان او نور یاغیان په ٢٠٠٨ کال کی د تقریبا ٨٠ فیصد ملکي خلکو د وژلو مسئول دي.

افغان پولیسو په یاغي طالبانو باندی ملامتي واچوله چی پرون د چهارشنبې په ورځ یې د کندهار په ولایت کی د سړک په غاړه د بم چاودنه وکړه او څلور ملکي خلک یې ووژل.

د افغانستان جمهوررئیس ویلي دی چی دی په افغانستان کی د یاغیانو سره په جگړو کی د خارجي قواو ملاتړ کوی، مگر هغه په امریکایي او د لویدیز اتحاد د نورو ملکونو په قواو باندی پړه واچوله چی د ملکي خلکو د وژلو په مخنیوي کی یې کافي اندازه کوشش نه دی کړی.

هغه ددې هفتې په سر کی د امریکایي قواو له خوا هغه عملیات وغندل چی دی وایی د لغمان په ولایت کی یې ١٦ ملکي خلک ووژل.

ناتو په دې میاشت کی اعلان وکړ چی د ملکي خلکو د تلفاتو د کمیدو د پاره یې په زیاتو سیمو کی خپل کنټرول محکم کړی دی.

XS
SM
MD
LG