د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان درې کسه د هند د جاسوسانو په تور نیولي دي


د لاهور د ښار د پولیسو قوماندان وویل چی دغه درې تنه پاکستانیان دي، خو د هند د استخباراتو د ادارې اوامر یې پر ځای کول.

هغه په دغو درو تنو باندی دا تور ولگاوه چی په ٢٠٠٦ کال کی یې په لاهور کی د بم په چاودنه کی لاس درلود.

پولیسو وویل چی دغه درې تنه یې د هند سره په سرحد کی په یوه کلي کی نیولي دي.

هند تر اوسه لا په دې باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG