د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا، هند او چین د مثلث د جوړیدو غوښتنه


د آسیا د فونډیشن غوښتي دي چی د امریکا، هند او چین تر منځ دي په اصطلاح « ددیپلوماتیکو همکاریو یو مثلث » جوړ سی.

ددغه پیشنهاد ترتیبونکي وایی چی دا کار به دافغانستان او پاکستان په شان د سیمه ایزو جنجالي مسالو د حلولو سره مرسته وکړی.

د همکاریو د مثلث پیشنهاد د یوې ډلي پوهانو او دیپلوماتانو له خوا ترتیب شوی او د جنوبي آسیا د چارو د پاره د امریکا د خارجه وزارت پخواني مرستیال کارل اینډرفرت لیکلی و.

هغه د هند د پاره د امریکا د نوي حکومت د پالیسۍ په اوو پیشنهادونو کی یو پیشنهاد دی.

د هند د صدراعظم خاص آستاځي ساتیندر لامبا ژر دغه اووه پیشنهادونه قبول کړل.

مگر په واشنگټن کی د هند یوه پخواني سفیر ناریش چندرا وویل چی مخکی له دې چی په مساوي درې اړخیزو روابطو باندی خبري وسی، په کار ده چی چین اول په خپلی سیمه ایزي دیپلوماسۍ کی بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG