د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د عامه ساتنې په نامه د پولیسو نوي قطعې


دافغانستان دکورنیو چارو وزیر وائې، دعامه ساتنی په نوم پروگرام چې دامریکا له تمویلیږی، پیل شویدی چې دابه په هغو سمیوکې دامنیت په ټینگولو کې مرسته کوی چې افراطی طالبانو ورته گواښ مخامخ کړیدی .

محمد حنیف اتمر وائې، دعامه ساتنی دپولیسو نویو قطعو ته به دښونځیو ، دلوی لارو او نورو حکومتی مؤسسو دساتلووظیفه ورپه غاړه وی . هغه دامنیتی دلائلو په وجه پدی باره کې تفصیل ورنکړچې دغه قوابه چیری وظیفه سرته رسوی .

هغه دا خبره هم وکړه چې دپولیسو دغه قطعی به دکورنیوچارو دوزارت دامرلاندی وی او څرگنده ئې کړه چې دوی سیمه ایزه ملیشی ندی .

له بل پلوه دمرستو درسولو بین المللی مؤسسه (اکسفام ) وائې، ددی لپاره چې په افغانستان کې د بشری ستونزی مخه نیول شوی وی،امریکا ته پکاردی چې په دغه هیواد کې خپله پالیسی بدله کړی .

داکسفام امریکائې رئیس (ریمونډ اوفینزر) وائې، دافغانستان مخ په زیاتیدونکی بی امنیتی او دهغو ستونزو په سبب چې ملکیان ورسره مخامخ دی ، دسټراټیجی د دلون ضرور دی .

دغه مؤسسه چې مرکزئې په بریتانیه کې دی ، وائې، دامریکا نوی جمهوررئیس بارک اوباماته ئې یویاداشت استولی دی چې خپله اندیښنه ئې پکی څرگنده کړیده . پدی وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شویدی .

دیاغیانو په حملو کې هم زیاتوالی راغلی دی . اکسفام اټکل کوی چې په تیر کال کې په افغانستان کې دوه زره ملکیان وژل شویدی . دغه مؤسسه زیاتوی چې دپنځو میلونو پوری افغانان داولیه ضرورتونو دپوره کولوسره لاس په گریوان دی .

XS
SM
MD
LG