د لاس رسي وړ اتصالات

ډاویس اقتصادي غونډې خلاف ژینو کې مظاهرې


په سلگونو قهرجن مظاهره چېان په ژینوکې لارو کوڅو ته راووتل ، دحکومت د بندیز پروا ئې ونکړه اوددغې غونډی په خلاف ئې شعارونه ورکول چې وائې، دبین المللی اقتصادی ستونزی غم ئې ونه خوړ.

ماموران دغه مظاهره چیان هغه وخت په قهرشول چې دسویس پولیسو هغه لاره ورباندی بنده کړه چې دښارمرکزته ورتله او پولیس ئې په تیږوویشتل .

ماموران وائې، په پولیسو په ځواب کې په مظاهره چیانو باندی اوښکی بهیدونکی گازی استعمال کړ.

هرکال نړیواله اقتصادی غونډه دالپین په تفریحی ښار ډیویس کې کیږی مگر دغه مؤسسه ژینوته نژدی دفترونه لری.

اکثره وخت دمظاهره چیانو هدف دغه ښاروی ځکه دوی دا ښار دپانگه والی سمبول گڼی .

XS
SM
MD
LG