د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې صدراعظم له اسرائیلو ناامیده شوی


د ترکېې صدراعظم رجب طئب اردوان دفلسطین دافراطی ِتحریک حماس په مقابل کې داسرائیلو په پالیسی باندی انتقاد کړیدی . داسرائیلو دجمهوررئیس سره دناندریونه وروسته ده دا انتقاد وکړ.

ښاغلې اردوان په هغه مرکه کې چې دواشنگټن پوست ورځپاڼی سره ئې کړی او نن دشنبی په ورځ خپره شوی ، وائې، دا داسرائیلو اشتباه ده چې دحماس ډله دسولی په خبرو کې نه شریکوی .

هغه پدی باره کې پوره وضاحت وکړچې دی نه وائې، چې حماس یوه ښه ټولنه ده مگر داسرائیلو حملی بی ساری زیاتی وی .

ښاغلې اردوان دپنجشنبی په ورځ دسویس په دا اوس کې دنړیوالی اقتصادی غونډی نه په غصه ووت . دی له غونډی نه وروسته له هغې ووت چې داسرائیلو جمهوررئیس (شیمون پیریس ) دغزی په تړانگه باندی دحملی په دفاع کولو پیل وکړ.

ښاغلی اردوان دواشنگټن پوست ورځپاڼی سره په مرکه کې پدی خبره بیا ټینگار وکړچې هغه داسرائیلو له حکومت نه ناامیده شویدی نه دیهودانونه .

XS
SM
MD
LG