د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحادېې مرستې د افغانستان د حکومت د بودیجې له لاری


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا وايي اروپايي اتحادېې ژمنه کړی ترڅو شپېته په سلو کې خپلې مرستې د افغانستان د حکومت د بودیجې له لاری ولګوي.

د بهرنیو چارو وزیر چک جمهوریت ته له سفر وروسته نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د اروپايي اتحادېې له چارواکو سره په کتنه کې تاکید شوی تر څو اروپايي ټولنه پنځه لویې هغه پروژی تمویل کړي چې افغانستان یې له ګاونډیو او منځنۍ اسیا سره د برېښنا، کرهڼې او د لارو د جوړولو په برخه کې غواړي.

رنګین دادفر سپنتا دا ډول زیاته کړه اروپايي ټولنه تر ۲۰۱۳ کاله پوری ۶۱۰ ملیونه یورو له افغانستان سره مرسته کوي سربېره پر دی اروپايي ټولنه ژمنه کوی چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره پنځلسو نه تر شلو ملیونو یورو پوری مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG