په کابل کې ېوه ځان مرگی دخارجی قواو پرعسکرو باندی له خپل موټر بم سره حمله کړېده.
چارواکی واېې دا حمله نن د ېکشنبی په ورځ دکابل په غربی څنډه کی شوه.
وروستی را رسیدلای خبر وایی پدی پیښه کی دری تنه ټپي شوی دی.
رپوټ واېې چې د ېاغېانو د حملو له زېاتېدلو سره تشدد او مرگ ژوبله په افغانستان کې نوره هم په دې نېژدی مېاشتو کې زېاته شوېده.
له بل پلوه د ژېړۍ په اولسوالی کې د کندهار لوېدېځی خواته د کاناډا ېو عسکر د سړک د غاړی د بم په چاودنه کې وژل شوېدی.
رپوټ واېې چې افراطېان اوس دخارجی عسکرو خلاف مبارزه کې د سړک د غاړی دبمونو له اېښودلونه زېات کار اخلی.
ددی کاناډاېې عسکر له وژل کېدلو سره د کاناډا د عسکر و شمېر چې له ٢٠٠٢ کال نه راپه دې خوا په افغانستان کې وژل شوېدی اوس ١٠٨ ته ورسېده.
د امرېکا حکومت دا نېت لری چې د طالبانو خلاف په افغانستان کې جگړې ته سږکال زور ورکړی، په همدی سبب سږ کال دېرش زره نور عسکر هم افغانستان ته لېږی.
د افغانستان دکورنېو چارو وزېر واېې داسی پلانونو باندی کار کېږی چې دامرېکا په مرسته ېو داسی ټولنېز پروگرام جوړ شی چې هغوی سېمو ته به امنېت برابر کړی چې د طآلبانو له خوا نه تهدېد کېږیږی.
د افغانستان د کورنېو چارو وزېر محمد حنېف اتمر د شنبی په ورځ ووېل چې د ملېشوپه څېرېوه قوه به د افغانستان د پولېسو په څېر وسلو نه کار واخلی.
ددی ملېشو وظېفه به داوی چې د ښووونځېو، لوېو لارو او حکومت د موسساتو ساتنه وکړی. هغه له دېنه انکار وکړ چې د امنېتی اندېښنو له امله داوواېې چې دا قطعه به چېرته کار کوی.
ښاغلی اتمر داهم ووېل چې دا امنېتی قوه به د کورنېو چارو د وزارت په کنترول کې وی.
هغه زېاته کړه چې په افغانستان کې دامرېکا پوځ ددغه پروگرام ملاتړ کوی.