د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: توقع ده چې په افغانستان کې دا پېنو تولېد سږکال کم شی


نن د ېکشنبی په ورځ دملگرو ملتونو د مخدره موادو او جناېاتو دفتر په ېوه رپوټ کې ووېل چې د اپېنو په مارکېټ کې د مال زېاتوالی، و چکالي او دغنمو جگ نرخ به ددې سبب شې چې ددغه غېر قانونی فصل تولېد سږکال کم شی.

په رپوټ کې داهم وېل شوېدی چې دهغو ولاېتونو په شمېر کې به هم له اتلسو نه تر ٢٢پورې زېاتوالی راشی چې اپېن پکی نه کرل کېږی.

په دغو ولاېتونو کې د اپېن د فصل د تخرېب کارونه په موثره توگه روان دی.

په افغانستان کې دنړی د اپېنو ٩٠ فېصده تولېدیږی. اپېن د هېروئېنو په جوړولوکې اصلی ماده ده. په دغه هېواد کې د طالبانو د بغاوت ېوه برخه داپېنو د قاچاق په پېسو باندی تموېلېږی.

د ملگرو ملتونو اداره اټکل کوی چې تېر کال طالبانو د تقرېبا پنځه سوه ملېونه ډالره د اپېن د قاچاق له درکه گټلی دی.

د افغانستان او نړېوالو هېوادونو چارواکی کوشش کویچې دمخدره موداد دستونزی دورکولو لپاره د قاچاقبرانو خلاف مبارزه وکړی او د افغانستان کروندگرو ته د اپېن د کرلو په مقابل کې نوری متبادلی لاری چاری پېدا کاندی.

XS
SM
MD
LG