د لاس رسي وړ اتصالات

اېران د ښځود حقوقو ېوه مبارزه توقېف کړېده


د اېران پولېسو هغه ښځه د تهران په شمال کې نن د ېکشنبی په ورځ توقېف کړېده چې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوی.

د فرانسی خبری اژانس واېې چې دا ښځه نفېسه آزاد نومېږی.

نفېسه ازاد ددی لپاره مبارزه کوله چې د اېران د ښځو لپاره په نکاح کولو، طلاق اخېستول اود ژوند په نورو برخو کې برابر حقوق وغواړی.

هغی دغه مبارزه په ٢٠٠٦ کال کې پېل کړی وه. دغه مبارزه "د ېوملېون کسانو لاسلېکونه" نومېږی.

د اېران حکومت په دې اړه له تېرکال راهېسی ېوڅو ښځې توقېف کړېدی. ځکه چې هغوی په دغه راز مبارزه کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG