د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر یو مامور وتښتول شو


د پاکستان پولېس واېې چې ټوپک والاو ېو امرېکا ېې چې د ملگرو ملتونو د مهاجرېنو په دفتر کې ېې کار کاوه برمته کړېدی.

پولېس واېې چې ټوپک والاو د ملگرو ملتونو پر مامور جان سولېکی او د هغه پر موټروان باندی نن ددوشنبی په ورځ حمله وکړه.

هغوی د پاکستان په کوېټه کې د خپل کار دفتر ته سفر کاوه. چارواکی واېې چې موټر وان په حمله کې زخمی شوی و او وروسته بېا مړ شو.

د ملگرو ملتونو چارواکېو د سولېکی هوېت ندی تائېد کړی خود موټر مرگ ېې تائېد کړېدی. رپوټ واېې چې د ملگرو ملتونو دغه مامور لاتر اوسه پورې لادرکه دی.

د پاکستان خارجه وزارت دغه عمل محکوم کړېدی او هغه د ترهگری نامردانه حمله بللی ده. خارجه وزارت واېې چې په بېړه او خوندی توگه د سولېکی د راخلاصولو لپاره ټول امنېتی اقدامات شوېدی.

ملگرو ملتونو په دې کار نهاېې ارېانتېا او نا امېدی څرگنده کړېده. په داسی حال کې چې په پاکستان کې ېې د بشری مرستو پرماموران باندی حملی په پاکستان کې غندلی دی.

دا خبره سمدلاسه معلومه نشوه چې ددې حملی مسوول څوک دي. خو چارواکی په دې برخه کې تحقېق کوی. عېنی شاهدان واېې چې دملگرو ملتونو د دغه مامور موټر د ناڅاپې حملی په وخت کې له ېوه دېوال سره وجنگېده.

رپوټ واېې چې د بلوچستان په صوبه کې له ٢٠٠۴ راهېسی بغاوت پېل شوېدی او په سوونو کسان په مرگ ژوبله کې وژل شوېدی.

ددغې سېمی ېاغېان د زېاتی سېاسی ازادی غوښتنه کوی او ددې سېمی په منابعو کې زېاته برخه غواړی.

په عېن حآل کې د پاکستان پوځ واېې چې عسکروېې د سوات په دره کې د ېکشنبې په ورځ ١٦ افراطېان ووژل. هلته امنېتی قواوې له اسلامی افراطېانو سره مبارزه کوی.

په ېوه نظامی خبرلېک کې د ېکشنبی په ورځ وېل شوېدی چې ېاغېان په هغه جگړه کې ووژل شول چې تقرېبا څلور وېشت ساعته د سوات دری په مختلفو ځاېونو کې د افراطېانو او عسکری قواو ترمنځ روانه وه.

په خبر لېک کې داهم وېل شویدی چې افراطېانو هغه پولېس ووېشت اومړ ېې کړ چې دوی برمته کړی و.

افراطېانو په سوات کې ددې لپاره جگړې پېل کړېدی چې په سوات کې اسلامی شرېعېت نافذ کړی. دغه سېمه ېووخت د سېلانېانو لپاره جنت گڼل کېدله.

د طالبانو ېوه مشر د نجونو مېندو او پلرونو ته وېلی دی چې که چېری دوی نجونی ښوونځېو ته ولېږی نووبه ېې وژنی.

په دغه سېمه کې ښوونځی بلی ته مېاشتی ته پېل کېږی.

پاکستان پولېس واېې چې ټوپک والاو ېوامرېکا ېې چې دملگرو ملتونو د مهاجرېنو په دفتر کې ېې کارکاوه برمته کړېدی.

XS
SM
MD
LG