د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل پرون د مصر سره سرحدي سیمې بمباري کړې


اسرایل پرون ناوختي د مصر سره سرحدي سیمې بمباري کړې. دا هغه سیمې دي چې حماس تری د ځمکی نه لاندی تونلونو له لارې وسلی او نور مهمات په قاچاق تیروي.

دا مهمات او وسلې د غزې شمالی سیمې ته هم انتقالیږي. دا هوایی بریدونه وروسته له هغه وشول چی پرون د اسرایل صدر اعظم ایهود اولمرت خبر داری خپور کړ چې د اسرایل پر جنوبي سیمو باندې به د غزې نه د لسو راکتی حملو غچ په کلکه توگه واخلي.

پدې راکټي حملو کی دری تنه اسراییلیان ټپي شول او په هغه هیواد کی یی د انتخاباتو په درشل کی د نویو تاو تریخوالو گواښ هم زیات کړی دی.

بل پلو فلسطینی طبی مامورین وایی د اسراییلو پدې بمباریو کی څلور تنه ټپي شوی دی.

XS
SM
MD
LG