د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ٢٠١١ کرکټ نړیوالو لوبو ته انتخاب شو


به تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان توانېدلی دی چې د کرکټ د نړیوال جام لوبو ته لاره پیدا کړي. ا

دغه لوبې د ٢٠١١م کال د اپریل په میاشت کې په جنوبي افریقا کې تر سره کیږي. د کرکټ د نړیوال جام په دغو لوبو کې به د افغانستان په شمول هغه څلور هیوادونه هم برخه ولري چې تازه په دغو نړیوالو لوبو کې د گډون لپاره بریالي شوي دي.

په دغو لوبو کې ایرلنډ او سکاټلنډ، هالنډ، کینیا، برموډا، متحده عرب آمارات، ډنمارک، کاناډا، عمان او نمیبیا هم برخه لري.

شپږ بهترین ټیمونه به وکولای شي د راتلونکو څلورو کلونو لپاره په نړیوالو لوبو کې خپل ځای وساتي او همدارنگه دوی به د د لوبو وچو تر منځ د کرکټ په نړیوالو لوبو کې هم گډون وکړای شي.

XS
SM
MD
LG