د لاس رسي وړ اتصالات

په اورزگان کې  ېوه ځان مرگی ٢٥ پولېسان له ځان سره وژلی دی


د اوروزگان د پولېسو امنېه قوماندان جمعه گل همت واېې چې ځان مرگی په ترېن کوټ کې د پولېسو د روزنی مرکز ته نن ددوشنبی په ورځ په داسی حآل کې چې د پولېسو درېشی ېې اغوستی وه، ورننوت.

تر دې وروسته هغه د نورو پولېسانو په منځ کې ځان په بم والوزاوه. رپوټ واېې په همدی چاودنه کې لږ تر لږه اته تنه نور زخمی شول.

ېاغی طالبانو ددغه ځان مرگی برېد مسوولېت په غاړه اخېستی دی. رپوټ واېې دا سېمه د طآلبانو د فعالېتونو مرکز گڼل کېږی.

د امرېکا او ناټو د قواو قوماندان ډېوېډ مکېرنان دغه بم چونه محکوم کړېده. هغه ووېل داحمله څرگندوی چې ېاغېان د افغانانو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوی. هغه وعده وکړه چې دناټو اتحآد به د افغان پولېسو ملاتړ ته ادامه ورکړی.

په عېن حآل کې د افغانستان ددفاع وزارت ېو خبر لېک خپور کړېدی چې واېې امنېتی قواو دری مشکوک ځان وژونکی د اورزگان په ولاېت کې ونېول.

په خبر لېک کې ووېل شوېدی چې چارواکېود مشکوکانوپه غاړه داسی واسکټونه پېدا کړل چې د چاودونکېوموادود ځاې په ځای کولولپاره جوړ شوی ول.

د امرېکا حکومت دا پلان لری چې د طالبانو خلاف سږکال جگړی ته زور ورکړی او ددی کار لپاره دېرش زره نور عسکر هم افغانستان ته ولېږی.

د ېکشنبی په ورځ ېاغې طالبانو دېوه ځان مرگی برېد مسوولېت په غاړه واخېست او دوه افغانان ېې په کابل کې ووژل.

افغان چارواکی واېې چې بم چوونکی د د کابل ښار په غربی برخه کې د خارجی قواو پر کاروان باندی حمله کړی وه.

XS
SM
MD
LG