د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق او افغانستان کې د جنگ د وخت پر قراردادونو غور او کتنه کېږی


هغه کومېسېون چې په عرا ق او افغانستان کې د جگړی دوخت د قراردادونو کتنه او څېړنه کوی هغوی به د هغو ستونزو په باب نن ددوشنبی په ورځ خپله اوله غونډه وکړی چې له قراردادونو سره تړاولری.

د جگړی د وخت قراردادونه د جگړپه وخت کې د جگړې ملاتړ کوی، د بېارغونی کارونه کوی او د شخصی امنېتی کمپنېو د کارونو په باب په دغو دواړو شخړو ېعنی عراق او افغانستان کې کار کوی.

هغه مستقل کومېسېون چې ددغه کار لپاره جوړ شوېدی، ټاکل شوېده چې د عراق د بېارغونی د عمومی مفتش، ددفاع د وزارت، خارجه وزارت او د ېواېس اېډ رپوټونه واوری.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس واېې چې د حکومت د څارنی جرگه گۍ به د کومېسېون په غونډه کې هغوی ته وواېې چې ددوی پلان جوړونه سمه نه وه، څارنه ډېره کمزوری وه، او حرص په بهر کې د امرېکا قواوې له زېان او تاوان سره مخامخ کړېدی.

رپوټ واېې چې څو څو ځلې حساب او کتاب شوېدی، تحقېقات او تفتېش شوېدی او د کانگرېس له خوا نه په غونډو کې معلومات غوښتل شوېدی او په دې ټولو کې ددی اسناد پېدا شوېدی چې په بلېونو نو ډالره په داسی ځاېونو کې لگول شوېدی چې هغه د پوښتنی وړ دی او په نظآمی قرادادونو کې د اسی لگښتونه شوېدی چې ملاتړ او حماېت ېې نشی کېدلی.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس واېې چې د غېر قانونی اعمالو په برخه کې ١٥٠ مسلو باندی جناېې تحقېق روان دی. په دې کې د رشوت خوړلو، ټگی اوبرگی او غلا تورونه شامل دی.

XS
SM
MD
LG