د لاس رسي وړ اتصالات

پر ېوه موټر باندی د اسراېېلو هواېې حملی ېو فلسطېنی افراطی وواژه


په غزه کې صحی ماموران واېې چې پرېوه موټر باندی د اسراېېلو هواېې حملی ېو فلسطېنی افراطی وواژه. چارواکی واېې چې لږ تر لږه دری کسان نن ددوشنبی په ورځ د رفه په کمپ کې چې د مصر سرحد ته نېژدی ده ووژل شول.

اسراېېلو د حماس پر اهدافو باندی هم په غزه کې حملی وکړی. د اسراېېلو کابېنی د ېکشنبی په ورځ گواښ کړی و چې پر جنوبی اسراېېلو باندی د فلسطېنېانو د راکټ د حملو په مقابل کې به ډېرې سختی حملی وکړی.

حماس ووېل چې د اسراېېلو الوتکېو د پولېسو پرېوه مرکز باندی چې څوک پکی نه ووبمباری کړېده.

په دې ترڅ کېې لږ تر لږه په ٦ تونلونو باندی چې له مصر نه وسلی او نور سامان پکی راوړل کېږی بمباری کړېده.

د فلسْطېن جمهور رئېس محمود عباس د فرانسی د جمهور رئېس نېکولس سرکوزې سره د خبرو لپاره فرانسی ته تللی دی. هغه کو شش کوی چې د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ په دوامداره توگه ختمه شی.

ښاغلی عباس په فرانسه کې له نېکولس سرکوزی سره خبری کوی او تردې مخکی ېې په مصر کې بحثونه او خبری کړېدی.

په دې خبرو کې له حماس سره چې غزه ېې په واک کې ده، د پخلاېنی لپاره هم توجه شوېده.

حماس غزه د محمود عباس له فتح سره ېو ځاې کنترولوله خو په ٢٠٠٧ کال کې له هغه ځاې نه وباسه.

فرانسه له ډېرو نورو غربی هېوادونو سره حماس ېوه ترورېستی ډله بولی او دهغوی له مشرانو سره به خبری ونکړی.

همدی مسلې دا هڅی پېچلی کړېدی چې د فلسطېنېانو او اسراېېلو ترمنځ ېوه دوامداره متارکه وشی.

XS
SM
MD
LG