د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما واېې توقع شته چې نور بانکونه هم ناکام شی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې دی توقع کوی چې مخکی له دېنه چې د امرېکا اقتصاد او مالی نظآم ثبات پېدا کاندی، نور بانکوونه هم ناکام شی.

په هغه تلوېزېونو مرکه کې چې براک اوباما نن ددوشنبی په ورځ د NBC-TV سره وکړه، هغه ووېل چې ددې امکان شته دی چې بانکونو هغه ټولی خساری لاندی منلی چې دوی ته ور اووښتی دی.

هغه ووېل چې ځنې بانکونه ښاېې دهغه په وېنا ناکام شی.

جمهور رئېس ووېل هغه د خزانی له وزېر تېموتی گاېټنر نه پوښتنه وکړه چې د هغو مالی ادارو لپاره ډېر څرگند لار ښو د اصول وضع کړی چې له فېدرالی حکومت نه مرستی اخلی.

تېره اونی ښاغلی اوباما پر هغو کمپنېو انتقاد وکړ چې د خپلو مدېره هېئت غړېو ته ېې ډېر بخششونه ورکړېدی او سره له دې هم له فېدرالی حکومت نه مرستې غواړی.

جمهور رئس دېته ادامه ورکوی چې د امرېکا د سنا غړی دېته وهڅوی چې د اقتصادی رشد او ثبات لپاره دده محرک پلان منظور کړی.

هغه ووېل چې دا پلان داسی جوړ شوېدی چې په منظؤرېدو به ېې نوي کارونه منځته راشی.

XS
SM
MD
LG