د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بېرته خپل هیواده ته ستنه شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال کپ ته د لار موندنې د درېیم پړوا د اتلولۍ د ترلاسه کولو وروسته نن بېرته خپل هیواده ته ستنه شوه.

د کرکټ لوبډلې په ارجنټاین کې په پرلپسې توګه هانګ کانګ، ارجنټاین، پپو نیو ګینو او کیمیون ایلینډ ته ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال کپ ته د لار موندنې لومړي پړاو ته ورسېدل.

د کابل په هوايي ډګر کې د حکومت ځینې چارواکي، د پارلمان غړي او په لسګونو دکرکټ مینه وال د لوبډلې تود هرکلي ته ورغلي وو او د لوبغاړو په غاړه کې یې د ګلونو ګېډۍ واچولې.

د کرکټ لوبډله له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالي پورې د لسګونو مینه والو په ولولو او مینه بدرګه شوه.

په غازي لوبغالي کې ورته رسمي مراسم چې چارواکو او د پارلمان غړو هم پکې برخه اخېستې وه نېول شوي وو.

د کابیني د تېرې ورځې په غونډه کې هم د کرکټ د ملي لوبډلې لاسته راوړنې وستایل شوی او ماليي وزارت ته د نده سپارل شوی تر څو کرکټ بورډ ته ځانګړې بودیجه بېله کړای شي.

افغانستان تر دی وړاندې د پنځم او څلورم پړاونو اتلولي هم خپله کړې وه، افغانستان یوازینی هیواد دی چې د کرکټ ملي لوبډله یې نړیوال کپ ته د لار موندنې دری پرلپسې پړاونه ګټي.

XS
SM
MD
LG