د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو یوه لوی جنرال افغانستان ته سفر کړی دی


د ناتو ستر قواندان جان کریډاک نن د سه شنبې په ورځ افغانستان ته رسیدلی او غواړي د چارواکو او عسکرو سره چی په هغه ملک کی د یاغیانو د ورځ په ورځ زیاتیدونکو حملو سره مخامخ دي خبري وکړی.

ناتو په دې باب نور توضیحات نه دی خپاره کړي.

دغه امریکایي جنرال پرون اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته و ویل چي دی ددې خبري سره کوم مخالفت نه لری چی که د ناتو غړي د ایران سره په دې باب خبري کوي چی هغه ملک په افغانستان کی د ناتو قواو ته د موادو په رسولو کی د خپلي خاوري نه استفاده وکړی.

کریډاک وویل چی ناتو په دې باب فکر کوي چی د هغو لارو په ځای چی د پاکستان نه تیریږي او افغانستان ته مواد رسول کیږي نوري لاري پیدا کړی، ځکه چی په پاکستان کی د ناتو د موټرو په کتارونو باندي حملې کیږي.

پاکستاني چارواکو نن د سه شنبې په ورځ وویل چي مشکوکو یاغیانو په صوبه سرحد کی یو پل الوځولی او په افغانستان کی یې د ناتو د قواو دپاره د موادو رسولو مهمه لار بنده کړې ده.

د امریکا ددفاع وزارت وایی چي په افغانستان کی د ناتو قواوپه ٢٠٠٨ کال کی د یاغیانو په حملو کی د ٣٣ فیصده زیاتوالي رپوټ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG