د لاس رسي وړ اتصالات

د خېبر دری پول په بم الوزول شوېدی


پاکستان چارواکی واېې چې مشکوکو طالبانو په صوبه سرحد کې ېو پول چې په افغانستان کې د ناټو قواو ته پرې اکمالات کېږی الوزولی دی.

دغه پول دېرش متره دی او له اوسپنی نه جوړ شوېدی. په سهار کې ټول موټرونه ولاړ وو.

دغه پول چې د خېبر په دره کې پروت دی نن د سه شنبی په سهار دوخته الوزول شوېدی.

چارواکی واېې دوی د پله په ترمېم باندی لگېادی او هېله من دی چی د چارشنبی دورځی تر نېماېې پورې ېې جوړ کاندی.

په ېوه بل جلا خبر کې وېل شوېدی چې د پاکستان عسکر و لږ تر لږه ٣٥ ېاغېان د سوات په دره کې وژلی دی.

په ېوه بله اعلامېه کې پوځ واېې چې په د سوات په خوازه خېله کې ېې پرېاغېانو باندی د شپې له خوانه عملېات کړېدی.

د پاکستان چارواکی دوی تقرېبا له لس دولسوکسانو نه دملگرو ملتونو د هغه غړی په باب تحقېقات کوی چې په بلوچستان کې برمته شوی و.

د پاکستان چارواکی واېې چې دوی په د ې نپوهېږی چې جان سولېکی په کوئېټه کې ددوشنبی په ورځ چا برمته کړېدی. ځکه چې په دغه ښار کې ډېرې زېاتی جناېې ډلی شته دی.

په دې لړکې ېاغی طالبان او بېلتون غوښتونکې ډلی هم شاملی دی.

تر اوسه پورې ېوې ډلې هم ددغی ناڅاپې حملی او برمته کونی مسوولېت په غاړه ندی اخېستی. په ناڅاپې حمله کې د سولېکی موټروان ووژل شو.

چارواکېو د افغانستان او پاکستان په سرحدونو کې امنېتی زېات کړېدی چې ددې مخه ونېسی چې څوک جان سولېکی د ملگرو ملتونو دغه مامور افغانستان ته وانه ړوی.

هپ سونو کسان په جنوب غربی پاکستان کې له هغه وخت راهېسی وژل شوېدی چې په ٢٠٠۴ کال کې په دغه سېمه کې بغاوت پېل شوېدی.

د سېمی ېاغېان ډېره سېاسی ازادی او د سېمی په طبېعی منابعو کې غټه ونډه غواړی.

XS
SM
MD
LG