د لاس رسي وړ اتصالات

هېلری کلنټن د برتانېې او د جرمنی له خارجه وزاېرانو سره ملاقات کوی


توقع ده چې نن د سه شنبی په ورځ د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن، د برتانېې، جرمنی له خارجه وزاېرانو سره ملاقات وکړی.

رپوټ واېې چې د هېلری کلنټن جلا ملاقاتونه د برتانېې د خارجه وزېر ډېوېډ مېلېبند او د جرمنی له خارجه وزېر فرانک والټر ستاېن ماېر سره به د افغانستان د حآلاتو او اېران د اټومی پروگرام په برخه کې وی.

د خارجه وزارت چارواکی واېې چې د هېلری کلنټن د لومړنی خارجی سفر چمتو والی جاپان، جنوبی کورېا، او چېن ته هم خپل وروستی پړاو ته رسېدلی.

ددې سفر مقصد دا دی چې له جاپان او جنوبی کورېا سره د ښواړېکو په لرل ټېنگار وشی او له چېن سره د پېچلو اړېکو لرلو باندی کتنه وکړی.

رپوټ واېې دا لومړی ځل دی چې هېلری کلنټن له خارجی مشرانو سره د خپلې نوې وظېفی له پېل راهېسی ملاقات کوی.

توقع ده چې د شمالی کورېا د اټومی پروگرام په برخه کې بحث به په دې درې واړو سفرونو کې شامل وی.

XS
SM
MD
LG