د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د بې پېلوټه الوتکېو بمبارۍ، 'القاعده ته سخت زېان وراړوی دی'


د امرېکا خپرونی واېې چې د امرېکا معتبر چارواکی په دې عقېده دی چې د شمال غربی پاکستان په قبېلوی سېمه کې د امرېکا دهواېې حملو له امله په دې سېمه کې د القاعده مشرانوته سخت تلفات ور اووښتی دی.

د امرېکا د اېن پی آر راډېو د امرېکا د ېوه نامعلوم چارواکې له قوله لېکی چې د امرېکا استخباراتو له خوا نه چې د کومو هواېې بمبارېو لارښوونه کېږی. د هغو په سبب القاعده ته درانه تلفات په دې نېژدی مېاشتو کې ور اووښتی دی.

دغه چارواکی ووېل چې ددی کامېابی په برخه کې د پاکستان له سرحد ی سېمی نه د اطلاعاتوپه لاسته راوړلوکې انکشاف راغلی دی.

دغه راډېو واېې چې دوی ته ووېل شول چې دا ډېر له وخت نه مخکی کار دی چې د القاعده خلاف د کامېابی او سوبې اعلان وشی خو هغوی ووېل چې ددغی شبکی بشړ شکست د پاکستان په سرحدی سېمه کې اوس ممکن دی.

د NPR راډېو خبر ېال ټام گېلېټېن واېې چې ددې انکشاف او پرمختگ ترشا د جمهور رئېس براک اوباما هغه فېصله شامله ده چی د بې پېلوټه الوتکېو د استعمال اجازه او صلاحېت ېې منظؤر کړېدی. که څه هم د پاکستان حکومت په دې برخه کې اعتراصونه لری.

د امرېکا له دی دوه مشکوکو بمبارېو نه ورو سته چې د پاکستان په شمالی او جنوبی وزېرستان کې ٢١ تنه مړه شول، د پاکستان خارجه وزارت د اوباما اداره دېته وهڅوله چې له ترهگری او افراطېت سره په مقابله کې ېو داسی درېځ غوره کړی چې د مسلی هراړخ ته پکی وکتل شی.

د پاکستان خارجه وزارت دغه حمله چې د ښاغلی اوباما د کار د کار د پېل نه وروسته شوېده، غېر مثمره وبلله.

XS
SM
MD
LG