د لاس رسي وړ اتصالات

بان کېمون: افغانستان ملگرو ملتونو ته ډېر اهمېت لری


د ملگرو ملتونو عمومی منشی، بان کې مون واېې افغانستان ته ېې اوسنی سفر ښېې چه ملگری ملتونه د جنوبی اسېا دغه هېواد ته په څو مره اهمېت باندی قاېل دی.

ښاغلی بان کې مون نن په ناڅاپی ډول کابل ته سفر وکړ او د جمهور رېس حامد کرزي سره ېې ملاقات وکړ.

ټاکل شوی ده چه بان کې مون به په افغانستان کی د ملگرو ملتونو او ناتو د مامورېنو سره هم وگوری.

بان کې مون افغانستان ته خپل دا سفر ېوه ورځ وروسته د هغې وکړ چه د خېبر په دره کی د شک لاندی طالبانو وسله والو سړو چه د طالبانو گومان پری کېږی، په خپله ېوه حمله کې ېو پل وران کړ چه د ناتو او اېتلافی قواو اکمالات ورڅخه تېرېږی او هم ېې په اکمالاتو بار، لس موټرې وسوځولې.

فعلا ېوه بله لاره چه د پاکستان نه افغانستان ته تېرېږی هغه د بلوچستان لاره ده چه په افغانستان کی اېتلافی قواو ته پری اکمالات رسېږی.

په روانه هفته کی د امرېکا د حکومت په ېوه راپور کې په افغانستان کې تېر کال د افغانستان د حکومت بی کفاېتی، په پاکستان کې د وسله والو سړ د خوندی ځاېونه او په هغو سېمو کی د خارجی قواو زېات موجودېت د تشدد او جنگ د زېاتوالې مسوول وبلل شول چه پخوا د طالبانو په لاس کی وی.

سږکال امرېکا په نظر کی لری چه دېرش زره اضافی عسکر افغانستان ته دجنگ لپاره ولېږی.

XS
SM
MD
LG