د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانې طالبانو  ٢٩ پولېس او امنېتی ماموران خوشی کړل


پاکستانی پولېس واېې چه طالبانو هغه نهه وېشت کسه عسکر او پولېسان خوشی کړی دی چه دسوات په دره کې ېې دپولېسو په ېوه قراگاه باندی دحملې نه وروسته نېولی ؤو.

په دغه برخه کې نور تفصېلات سمدلاسه لاسته ندی راغلي.

طالبانو دپولېسو دغه قرارگاه چه د سوات درې د مېنگورې د ښار جنوب ته پرته وه دېوې ورځې محاصرې نه وروسته ونېوله.

تر هغې وروسته ېې د پولېسو قرار گاه په بمونو باندی والوزوله او ېرغمل ېېد ځان سره بوتلل.

په عېن وخت کې ټاکل شوی ده چه د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون نن په اسلام اباد کی د پاکستانی مشرانو سره ملاقات وکړی.

د پاکستان د خارجه وزارت ېوه وېاند د فرانسې خبری اژانس ته ووېل توقع کېږی چه بانکېمون به د پاکستان د پخوانئ صدر اعظمې بېنظېر بوټو د قتل په باب د تفتېش لپاره د ملگرو ملتونو د ېوه تحقېقاتی ټېماعلان وکړی.

بېنظر بوټو په ٢٠٠٧ مېلادی کال کی ېوې غونډې تهد وېنا نه وروسته ووژل شوه.

په هغه وخت کې د پخوانی جمهور رېس پروېز مشرف حکومت او د امرېکا حکومت دواړو ددغې وژنې مسوولېت د اسلامی تندروانو په غاړه ور اچولی و. خو د پاکستان د خلکو د گوند مشرانو دا خبره کړی وه چه دمشرف طرفدارانو په دې قتل کی لاس درلود.

XS
SM
MD
LG