د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امرېکا د خارجه وزېرې هېلری کلنټن سره ملاقات کوی


د امرېکا جمهور رېس بارک اوباما نن د امرېکا د خارجه وزېرې مېرمن هېلری کلنټن او دمنځنی ختېځ لپاره د امرېکا د استازي جورج مېچل سره ملاقات کوی.

مېچل څو ورځی مخکی منځنی ختېځ ته په سفر تللی ؤ او غواړی چه زر بېرته سېمی ته بېا سفر وکړی. ښاغلي مېچل پرون ووېل که د دېپلوماسئ په جرېان کې د حوصلې او استقامت نه کار واخېستل شی نو په منځنی ختېز کې سوله راتللی شی.

مېرمن کلنټن هم واېې امرېکا غواړی د ټولو اړخونو سره تماس ونېسی او د اسراېلو او فلستېنېانو شخړه پای ته ورسوی، خو حماس باېد د تشدد نه لاس واخلی او د اسراېلو موجودېت دې په رسمېت وپېژنی او هم دې دسولې ټولې پخوانئ موافقې ومنی.

دا ننی ملاقات په سپېنه ماڼئ کی دبندو دروازو تر شاه کېږی.

XS
SM
MD
LG