د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان د زراعتي تولید د ډېرښت لپاره دوه سوه ملیونو مرستو ته اړتیا لری'


د افغانستان د کرهڼې وزارت وايي په هیواد کې د زراعتي تولید د ډېرښت لپاره دوه سوه ملیونو نړیوال مرستو ته اړتیا ده ترڅو په راتلونکي لمریز کال کې د کرهڼې په برخه کې ولګول شي.

د کرهڼې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دوی په پام کې لري په افغانستان کې د زراعتي روزنې او ترویج زمینه برابره کړي او دا ډول کرنیز تولیدات پياوړي کړي.

اصف رحیمي زیاته کړه د پيداوارو د ساتلو لپاره باید ذخیرې او سړې خونې جوړې کړي، مکانیزه فارمونه بیا فعال کړي او د بزګرانو لپاره قرضې ورکړي.

د کرهڼې وزیر خبر ورکړ د دوی له خوا مقدماتي سروې په ډاګه کوي چې سږ کال په افغانستان کې د کښت اندازه د تېر کال په پرتله زیاته شوی او وزارت یې په څلور دېرشو ولایتونو کې اصلاح شوي تخمونه او سرې ویشلي.

د کرهڼې وزیر محمد اصف رحیمي په ډاګه کړه چې حکومت باید بزګرانو ته سب سایډی ورکړي او د غذايي امنیت دنده په خپل لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG