د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران جمهور رئېس واېې چې دنړۍ قدرتونه دې په ادب واوسي


د اېران جمهور رئېس محمود احمدی نژاژ د نړۍ قدرتونه دېته هڅوي چې که هغوی غواړی چې نور ملتونه خپل سلوک کې بدلون راولی نو په پخپله دې په ادب واوسي.

د اېران مشر د پنجشنبی په ورځ ووېل، پکارده د نړۍ قدرتونه دا زده کړی چې له ملتونو سره په ادب خبری وکړی چی دده په وېنا د اېران با کلتوره او په سوله مېن خلک به ورته غوږ ونېسی.

احمدی نژاد د اېران د مشهد په ښار کې خبری کولی، هغه په خاصه توگه دکوم ملک نوم وانه خېست. خو وې وېل چې د سر زوری دوره ختمه ده.

هغه د نړۍ پرقدرتونو باندی د منافقت اودوه مختوب تور ولگاوه چې په خپله ساېنسی پر مختگ کوی خو کله چې نور ملتونه په ساېنسی څانگو کې د پرمختگ په لاره روان شی نو په غوسه کېږی.

XS
SM
MD
LG