د لاس رسي وړ اتصالات

په موسی کلا کې شپږ افغان ساتونکی ووژل شول


د افغانستان د هلمند په ولایت کی مامورینو ویلي دي چی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی پرون د چهارشنبې په ورځ شپږ محافظان وژل شوي دي.

ددغه ولایت یوه نطاق داود احمدي وویل چی بم هغه موټر ته وچول سو چی د موسی کلا د ولسوال ملا عبدالسلام محافظان په کی سپاره وو.

ملا عبدالسلام د طالبانو پخوانی قوماندان و، خو کله چی د ٢٠٠٧ کال په آخیر کی افغان، امریکایی او برتانوي عسکرو د موسی کلا ولسوالي بیرته د طالبانو نه ونیوله نو هغه ددغی ولسوالي ولسوال شو.

د هلمند په ولایت کی طالبان اوس هم په ډیرو سیمو باندی کنټرول لری.

د یو بل خبر په اساس، ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس کرزی راتلونکې د جمعې ورځ په جرمني کې د امنیت په نړېوال کنفرانس کې برخه واخلي.

افغان مامورین وایي چې ښاغلی حامد کرزی به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د امنیت او په هغه کې د ناټو او ایساف د راتلونکې ونډې په اړه وینا واوروي.

ددغه کنفرانس ترڅنگ به، د افغانستان جمهور رئیس د امریکا د ملي امنیت له سلاکار، ریچارد هالبروک او د فرانسې له جمهور رئیس سره وگوري.

XS
SM
MD
LG