د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان د امریکا د هوایي اډې د بندولو فیصلې ته نژدې شوی دی


د قرغزستان پارلمان دې ته ځان چمتو کوی چی د امریکا د هغي نظامي هوایي اډې د بندولو په باب رایگیري وکړی چی د هغې نه افغانستان ته د امریکا په مشري عسکر استول کیږی.

د قرغزستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ ددغي اډې د بندیدو په باب پارلمان ته د یوې پریکړي مسوده استولې ده. د هغه هیواد د حاکم گوند د رئیس مرستیال د رویتر خبري آژانس ته وویل چی د پارلمان غړي به شاید بله هفته دا پریکړه منظور کړی.

څو ساعته وروسته له هغه چی دا پریکړه پارلمان ته وړاندی شوه، ماسکو وویل چی که امریکا غواړی د روسیې د خاوري نه افغانستان ته مواد واستوي، نو د هغې سره خبرو ته تیاره ده.

پنټاگان احتمالا ددغي اډې له لاسه ورکول چی په مرکزي آسیا کی د امریکا یواځنۍ نظامي اډه ده او په افغانستان کی د بین المللي قواو د ملاتړ د پاره ډیر مهم لوژیستیکي نقش لری، دومره مهم نه دی بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون یو وار بیا وویل چی امریکایي مامورینو ددغي اډې د بندولو په باب د قرغزستان نه کوم رسمي جواب نه دی تر لاسه کړی.

ددغه وزارت نطاق رابرټ ووډ خبریالانو ته وویل چی امریکا ددې مسالې په باب د قرغزستان سره په خبرو اخته ده او هغه به د روسیې سره هم مطرح کړی.

هغه دا هم وویل چی که دا اډه بنده سی نو د اوباما حکومت به نوري لاري ولټوي.

قرغزستان دا نه دي ویلي چی دا اډه به کله وتړي، مگر د امریکا او قرغزستان تر منځ د قرار داد په اساس باید د هغې د تړلو نه ١٨٠ ورځي مخکی امریکا ته خبر ورکړه شی.

ددې اډې تړل د جمهور رئیس براک اوباما ددې پلان په مقابل کی چی غواړی افغانستان ته ٣٠ زره نور عسکر واستوي جدی گواښ دی.

XS
SM
MD
LG