د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ د اسلامي جهاد ډلې یو وسلوال په خپل کور کې وژلی


د اسرائیل او فلسطین امنیتي ځواکونه وايي د اسرائیل پوځ په لویدیځه څنډه کې د اسلامي جهاد ډلې یو وسلوال په خپل کور کې وژلی.

اسرائیلي پوځ وویل دوی یو ویشت کلن اعلا ابو الرب له جنین ښار سره نږدې په قباطیه کلي کې په خپل کور کې په یوه برید کې وواژو.

دوی وايي هغه په وسلو سنبال و او غوښتل یې په اسرائیل برید وکړي.

د چار شنبې په ورځ اسرائیل په غزه کې د درې اونیزې جگړې په نتیجه کې د بې گناه ملکي کسانو د وژل کېدو د پلټنو لومړۍ نتیجې خپرې کړې.

پوځ دا منلې چې د یوه فلسطیني ډاکټر درې لوڼې ددوی په ډزو کې وژل شوې. دغه ډاکټر یو وخت د اسرائیل په یوه روغتون کې کار کاو.

XS
SM
MD
LG