د لاس رسي وړ اتصالات

مون د پاکستان له حکومت څخه د ملگرو ملتونو د مامور د خلاصون لپاره جدي همکاري وغوښته


د ملگرو ملتونو عمومي منشي افغانستان ته له نااعلان شوي سفر وروسته د چارشنبې په ماښام سیمې ته د سفر په ترڅ کې پاکستان ته لاړ.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون افغانستان ته له سفر وروسته پرون ماښام اسلام اباد ته ورسید او لومړنی لیدنه کتنه یې د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره وه.

با کی مون د پاکستان له حکومت څخه د ملگرو ملتونو د مامور د خلاصون لپاره چې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې چې کار ته روان و، په کویټه کې وتښتول شو جدي همکاري وغوښته.

"زه ستاسې د خفگان په هکله چې د ښاغلي سولیکي او همداشان د وژل شوي پاکستاني یرغمل په اړه مو څرگند کړ مننه کوم. او هیله کوم چې د ملگرو ملتونو د یرغمل شوي مامور جان سولیکي د خلاصون لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو دریغ ونه کړي."

بان کی مون همداشان له پاکستان څخه وغوښتل چې د گاونډي هیواد هند سره خپلې اړیکې ښه کړي.

"د هند او پاکستان ترمنځ همکاري او دوستانه اړیکې د سیمې د ثبات او سولې لپاره یرې مهمې دي. که څه هم د ممبای د تروریستي بریدونو په وجه د هند سره په اړیکو کې ستونزې رامنځ ته شوي خو زه بیا په ټینگه غواړم چې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره سره په صداقت سره خبرې وکړې."

وروسته بیا د ملگرو ملتونو عمومي منشي د پاکستان له جمهور رئیس اصف علي سرداري سره له کتنې وروسته حکومتي مامورینو ته په وینا کې وویل چې ژر به د پاکستان د پخوانی صدراعظمی بینظیر بوتو د وژنې د پیښې د څرگندولو لپاره یو کمیسون وټاکي.

هغه زیاته کړه چې د کمیسون مشري به یو ډیر پیاوړی شخص وکړي چې زه به یې ژر وټاکم.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي سرداري ددې کمیسون په اړه وویل:

"د پاکستان خلک هیله لري چې دا کمیسون به زما د ماندینې د پاکستان د پخوانی صدراعظمې شهیدې بینظر بوتو د وژلو څرنگوالی روښانه کړي. مونږ په دې باور یو چې د کمیسون لاس ته راوړنې به ددې وژنې ددسیسې جوړوونکي، مالي کمک کوونکي او پلویان په ډاگه او عدالت ته راکش کړي."

بوتو په داسې حال کې ووژل شوه چې په راولپنډۍ کې د پیپلز گوند د پارلماني انتخاباتو له یوی غونډې نه رخصتیده.

امریکا او نورو غربي هیوادونو د بینظر بوتو جدي پلوي کوله او هغه یې د سخت دریځۍ په وړاندې چې پاکستان ورسره مخامخ دی، یوه ټینگه همکاره بلله.

د پرویز مشرف حکومت چې هغه وخت واکمن و، او همداشان سي ای ای د بینظیر بوتو د مړینې شک پر ملیشه قوماندان بیت الله مسعود کوي چې د رپوټونو له مخې د القاعده شبکې سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG