د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو اداره 'د مومباېي له حملو سره تړاو لري'


د هند د بهرنیو چارو د وزارت سیکریټري شیو شنکر مینن وایی چی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې، د مومبای د تروریستي حملو د پلان جوړونکو سره چی د نومبر په میاشت کی یې څه د پاسه ١٧٠ تنه ووژل، تړاو درلود.

هغه وویل چی ددغو حملو طراحانو دا حملې په پاکستان کی منظمی کړي وې. هغوی هلته روزل شوی وو او د هماغه ځای نه یې دا حملې وکړې او هغوی د پاکستان د اي ایس آي د جاسوسۍ د ادارې خلک وو.

دا اول ځل دی چی دهند یو رسمی لوړ رتبه مامور د مومبای په تروریستي حملو کی په لاس درلودلو کی مستقیما د پاکستان د جاسوسۍ د ادارې نوم اخېستی دی.

د هند مشرانو څو څو ځلی داوېلی دی چې د پاکستان استخباراتی ادارو د مومباېي په حملو کې ېوڅه نقش درلود.

XS
SM
MD
LG