د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالقدیرخان له نظربندئ نه خوشې شو


د پاکستان یوې محکمې ذروي ساینس پوه عبدالقدیرخان چی پنځه کاله په کور کی نظربند و،خوشی کړی دی.

د اسلام آباد عالي محکمې نن فیصله وکړه چی عبدالقدیرخان نور یو آزاد سړی دی، خو دا یې هم ویلي دي چی هغه به د یولړ امنیتي فیصلو مراعات کوي. دغي محکمې دغه راز په عبدالقدیرخان باندی هغه بندیز هم لیری کړ چی د جولای په میاشت کی یوې بلي محکمې پر لگولی و او د هغه په اساس دغه ساینس پوه د مطبوعاتو سره خبري او مرکې نه سوا کولای.

عبدالقدیرخان چد د پاکستان د اټومي بم د پلار لقب ورکړه شوی دی، په اسلام آباد کی د خپل کور مخي ته خبریالانو ته وویل چی محکمې یوه ډیره ښه پریکړه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د ٢٠٠۴ کال را پدې خوا کله چی عبالقدیر خان په دې اعتراف وکړ چی ده لیبیا، ایران او شمالي کوریا ته ذروی اسرار ورکړي، په کور کی نظربند کړی و.

دغه ٧٢ کلن ساینس پوه که څه هم چی ددغه جرم له کبله معاف سوی و، خوپه کور کی نظربند سوی و چی نورو سیمو ته ولاړ نه سی.

تیره میاشت امریکا هم په هغه او د هغه په ١٢ ملگرو او هغو درو کمپنیو باندی بندیز ولگاوه چی د هغه د شبکې سره یې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG