د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی مظاهرې شوي دي


د پاکستان په مرکزي سیمو کی قهرجنو شیعه مسلمانانو یوه ورځ وروسته له هغه چی ددوی مسجد ته نژدې یوه ځان مرگه بم چونکي هغه خلک چی لمانځه او خپلو مذهبي مراسمو ته روان وو ووژل، بلوا گاني کړي دی.

پولیس وایی چی په دې چاودنه کی چی پرون د پنجشنبې په ورځ په دیره غازي خان کی وسوه، د مړو شمیر ٣٣ تنو ته رسیدلی دی. په دې پېښه کی څه دپاسه ٥٠ تنه زخمي شوي هم دي.

عیني شاهدان وایی چی یوې ډلي بلوا کونکو نن د جمعې په ورځ د پولیسو یوې تاڼې ته اور واچاوه او د هغو خلکو د نیولو غوښتني یې کولې چی دا حمله یې طرح کړې وه.

په دې ښارگوټي کی ښوونځي هم په داسي حال کی تړل شوي وو چی خلکو مړي ښخول.

یو بل خبر وایی چی په صوبه سرحد کی د جمرود په ښارگوټي کی د یوه ځان مرگه د موټر بم په چاودنه کی لږ تر لږه اووه تنه زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG