د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې د ولایتي شورا غړی او یو ولسوال وژل شوي


مقامات وائې، په افغانستان کې په یو لړ حملوکې لږترلږه پنځلس تنه وژل شویدی.

دافغانستان په ختیځ کې مقامات وائې، په درو جدا حملوکې دوه محلی ماموران او دوه دپولیسو صاحب منصبان وژل شویدی .

دوه حملی دننگرهار په ولایت کې شویدی . دمحلی حکومت نطاق آحمد ضیا عبدالزی وائې، نامعلومو وسله والو کسانو نن دشنبی په ورځ په دره ئې نورکې دولایتی شورا یو لوړرتبه غړی خان محمد په داسی حال کې وواژه چې پخپل موټرکې دجلال اباد ښار ته روان و .

هغه دا خبره هم وکړه چې دپاکستان سرحدسره نژدی یوولسوال وژل شویدی مگر دولسوالی په باره کې ضد ونقیض رپوټونه دی چې دا کومه ولسوالی ده.

په گاونډی ولایت لغمان کې پرون دجمعی په ورځ دپولیسو او افراطی طالبانو ترمنځ په جگړه کې دوه دپولیسو صاحب منصبان وژل شویدی .

ولایت نطاق وویل، قرغه ئې ولسوالی دپولیسو قوماندان او دوه پولیسان په داسی حال کې ووژل شول چې دپولیسو هغه پوسته بیرته فعاله کړی چې یاغیانو ورباندی حملی کړی وی.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وائې،افغان پولیسو او بین المللی عسکرو بیگاه دهلمند په ولایت کې لس تنه افراطیان وژلی دی .

په عینی وخت کې دامریکا په مشری ائتلاف قواو پرون دجمعی په ورځ وویل، عسکرو ئې پرون دجمعی په ورځ دخوست په ولایت کې یوملکی سړی وویشت او وی واژه ځکه چې پوستی ته رانژدی کیده او خپل موټر ئې ونه دراوه . انظامی اعلامیه وائې، دوه نور ملکیان ،یوماشوم او یوه ښځه زخمیان شویدی .

XS
SM
MD
LG