د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پام له عراق نه 'جنوبي آسیا ته اوښتی'


د اوباما حکومت دا خبره واضح کړې ده چې د امریکا په خارجي سیاست کې توپیر راغلی دی. د حکومت مسئولین وايي جمهور رئیس اوباما به ډیر پام د عراق پر ځای پر جنوبي آسیا باندې ولري.

ټاکل شوې ده چې سیمې ته د جمهور رئیس اوباما نوی استازی په همدې اونۍ کې ورشي.

په تیر نومبر کې د هند پر تجارتي ښار ممبئ باندې د تروریستي حملو وروسته په جنوبي آسیا کې ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي.

د هند چارواکي په دې ناراضه دي چې پاکستان یې هغو تورونو ته سم غوږ نه دی نیولی چې پر ممبئ باندې حمله کوونکي په پاکستان کې موجودو تروریستي گروپونو سره تړاو لري.

د هند د کورنیو چارو وزیر چیډام بارام وویل:

"د هند او پاکستان تر منځ ډیر روابط دي. که پاکستان عکس العمل و نه ښيي، دغه روابط به کمزوري شي او په یوې شخړې به بدل شي".

د هند او پاکستان تر منځ شخړه به هغه ستونزه وي چې سیمې ته د امریکا نوی سفیر به په خپل لومړني سفر کې ورسره مخامخ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق وايي:

"هغه هیڅ یوه هیواد ته د جمهور رئیس یا د بهرنیو چارو د وزیرې هیڅ کوم پیغام نه وړي. هغه ددې لپاره نه ځي چې هغوی ته لارښوونې وکړي بلکه هغه ددې لپاره هلته ورځي چې د هغوې خبرې واوري".

د امریکا دغه ځاص استازی به بحران ځپلي پاکستان ته هم ورځي، چیرې چې ملگري ملتونه وايي، د ملک په قبایلي سیمو کې د ناامنیو له آمله لږ تر لږه ٢٠٠ زره کسان بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG